یوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي ویلي، هېواد یې نور د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار ډاکتر حمدالله محب سره رسمي اړیکې نه ساتي.
پاکستانۍ چارواکو د اړیکو نه ساتلو لامل په دې وروستیو کې د محب له خوا د پاکستان په اړه توندې خبرې او نیوکې یادې کړې.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب څو ورځې وړاندې ننګرهار کې یوې غوندې ته و ویل، چې افغانستان کې د جګړې تر شاه د پاکستان لاس دی او دغه هېواد په ښکاره د طالبانو ملاتړ کوي.
محب په خپلو خبرو کې پاکستان کمچنۍ خانه بللې وه، چې دغه څرګندونو یې د پاکستاني چارواکو سخت غبرګون راوپاراوه او اسلام آباد کې یې افغان سفیر احضار کړ.
تر دې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د دغه هېواد ولسي جرګې ته یوه وینا کې پر افغان حکومت سختې نیوکې وکړې، ویې ویل کابل له یوې خوا د اسلام آباد څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوي او له بلې خوا تورنه لګوي.
د پاکستان یوه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د محب د څرګندونو په تړاو اسلام آباد کابل ته د ناخوښۍ ژور پیغام رسولی دی.
دې چارواکي زیاته کړې، کابل ته د اسلام آباد لخوا خبر ورکړل شوی چې تر دې وروسته د ښاغلي محب سره دوه اړخیزې موافقې ونشي.
دی وايي، افغانستان ته دا خبر هم ورکړل شوی چې افغانستان د پاکستان سره د ګډ کار کولو لپاره جدي ندی، بلکې د پاکستان سره د ملامتۍ لوبه کوي او د دې هیواد ریښتینې هڅې کمزورې کوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/22603